سیاست

جمهور رئیس غني: ترهګر مشترګ خطر دی، باید د ګډ سیمه ییز پروګرام له مخې چلند ورسره وشي

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٢٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې، چې پرون د فدراتیفې روسیې په اوفای ښارکې جوړه شوه وویل: د افغانستان دوه تصویرونه نندارې ته اېښودل کېږي. لومړی تصویر د ترهګري، نشه یي توکو او بې ثباتۍ دی او دویم تصویر، هغه ملت چې د نا اعلام شوي جنګ او د هغې د مصیبتونو با وجود په ټاکنو باور لري او  په سلوکې۳۷ رایه ورکوونکي یې ښځې دي او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره زیات بالقوه فرصتونه برابروي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس په خپلو خبروکې وویل: ستاسو تمرکز او بحثونه د افغانستان په لومړي تصویر دي، خو زه دلته د خپل هېواد په استازیتوب د دویم تصویر په هکله غږېږم.
جمهور رئیس غني دې ته په اشارې سره، چې موږ له دوو مهمو دښمنانو سره مخامخ یوو، وویل: ستاسو له هېوادونو څخه زیات ترهګر افغانستان ته راځي او زموږ له قلمرو څخه ستاسو په ضد ګټه اخلي او موږ ستاسو په استازولي له هغوی سره جنګېږو.
جمهور رئیس وویل: ترهګر له مرکزي آسیا، چین، پاکستان، روسیې، سعودي عربستان او منځني ختیځ څخه موږ خپل هدف ګرځوي.
ده څرګنده کړه: بله ستونزه نشه یي توکي دي او د دې پدیدې مسوولیت یوازې د افغانستان په غاړه نه دی، بلکې تولیدونکي، پروسس کوونکي، قاچاق کوونکي او کاروونکي ټول په دې برخه کې برابر مسوولیت لري.
جمهور رئیس په دې باندې په ټینګار چې د نشه یي توکو اصلي ګټه قاچاق وړونکي ترلاسه کوي، وویل: جرمي اقتصاد د ترهګري د ودې او تمویل لامل شوی دی.
جمهور رئیس په افغانستان کې د داعش حضور ته په اشارې وویل: موږ د داعش او پاکستاني طالبانو دوه مهم مشران په دې وروستیوکې له منځه یوړل.
جمهور رئیس وویل: د ترهګري او نشه یي توکو ستونزه یوې سیمه ییزې حل لارې ته اړتیا لري.
جمهور رئیس زیاته کړه: دا چې ګواښونه مشترګ دي، نو ګډ کار باید وکړو او په ګډه مبارزه کې د معلوماتو، اقداماتو، ګډو تدبیرونو او په پاى کې د څارنې شریکول شامل دي، تر څو معلومه شي چې ترهګر څوک دي، له کومه ځایه راځي، څوک یې تمویلوي او دا ځواکمني ورکوي، چې زموږ او تاسو د هېوادونو بې ګناه خلک ووژني.
جمهور رئیس وړاندیز وکړچې د وزیرانو په کچه دې له ترهګري او نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره ځانګړی کنفرانس او ګډ سیمه ییز پروګرام جوړ شي او افغانستان حاضر دی چې د دغه کنفرانس کوربه توب وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته