ټولنه

په لوګر کې ښوونکو ته د استوګنې د نمرو د ويشلو بهير دوام لري

٤٣- کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
د لوګر په مرکز کې ښوونکو ته د استوګنې د ځمکې د ويشلو په دوام نن په ٢٥٠ ښوونکو په وړيا ډول د استوګنې نمرې وويشل شوې.
د لوګر د مرکز يو ښوونکى د نورو ښوونکو په استازيتوب باختراژانس ته وويل که چېرې د ښوونکو ټول حقوق او امتيازات په خپل وخت ورکړ شي د ښوونکو د روحي ارامى سبب کېږي اوکولاى شي د هېواد بچيان په ښه ډول وروزي.
د لوګر د پوهنې د رياست وياند شاهپور عرب وويل چې د لوګر په مرکز کې د ښوونکو ښارګوټى درې سوه پنځوس جريبه ځمکه کې چې د پل علم ښار په شمال لويديځ کې موقعيت لري جوړشوى دى .
په دې ښارګوټې کې کلينيک ،ښوونځي ، جومات، سړک، شنه ساحه او د تفريحي پارک په ګډون ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوي دي.
د عرب د څرګندونوله مخې؛ ټاکل شوې ده د لوګر د مرکز په ٩٩٧ښوونکود استوګنې نمرې وويشل شي چې تراوسه پورې ٧٥٠ ښوونکو ته د استوګنې نمرې ويشل شوي دي.
د لوګر د مرکز يوشمېرښوونکوپه خوشحالى سره وويل چې په بشپړ صداقت سره د هېواد د بچيانوپه روزنه کې هلې ځلې کوي
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته