۱۰۰ ورځې

د پکتيا د رايې ورکولو د مرکزونو د امنيت د تامينولو ژمنه وشوه

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٠
دپکتيا ولايت امنيتي مسوولينو ددغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې د انتخاباتو د ترسره کولو د امنيت په تامينولو باندې ټينګار وکړ.
دګرديز له ښار څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې د همغږۍ په نامه ددغه ولايت دمرکز او ولسواليو دامنيتي مسوولينو له خوا جوړه شوې وه؛ د پکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اوريا خيل له امنيتي مسوولينو څخه وغوښتل چې د رايې ورکولو په مرکزونوکې ښه امنيت تامين کړى چې انتخابات په شفاف ډول ترسره شي. په دې غونډه کې چې د پکتيا ولايت د ديارلسو ولسواليو امنيه قوماندانانو او دملي امنيت مسوولينو ګډون کړى و؛ ژمنه وکړه چې په خپلو اړوندو سيموکې د انتخاباتو لپاره امنيت تامينوي.
دپکتيا ولايت دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس رحمت الله حقمل وويل: همدا اوس دپکتيا ولايت په مرکز او ولسواليوکې د رايې ورکولو٢١٢ مرکزونو شته چې پخوا شل مرکزونه يې دنا امنۍ تر ګواښ لاندې و او اوس دامنيت دتامينولو او د امنيتي مسوولينو په هلوځلو سره دغه مرکزونه هم د رايې ورکوونکو لپاره چمتو شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته