کابل باختر د کب دولسمه :
څو شيبې مخکې دننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې دهند دقونسلګرۍ دديوال په وړاندې چاودنه وشوه .
له دغې چاودنې وروسته څو تنو دغه سياسي دفتر ته څيرمه له امنيتي ځواکونو سره په نښتې لاس پورې کړ .
دباختراژانس خبريال ګلستان غالب دپيښې له ځاى څخه خبر راکړ چې زيات شمير امنيتي ځواکونه ساحې ته رسيدلي دي او هلې ځلې کوي چې يرغلګر وځپي .
دپيښې جزئيات وروسته خپريږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ