کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢ :
د هرات د ښاري ابتدائيه محکمې له خوا دوه تنه له طالبانو سره د مرستې په تور په دوو، دوو کلونو او شپږو شپږو مياشتو بند محکوم شول.
دغه کسان په هغې قضايي علني غونډه کې چې د قضاوتمل غلام رسول منصور په مشرۍ جوړه شوه؛ محاکمه او مجازات شول.
دغه کسان له خلکو څخه د عشر او زکات د راټولولو په تور د غوريانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوي وو.
ديوبل خبرله مخې :
دماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز دوه تنه کارکوونکي له وظيفوي صلاحيت څخه د ناوړې استفادې په تور له اداري فساد څخه د رامنځته شويو جرمونو سره د مبارزې د ابتدائيه محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شول.
د اداري فساد له امله د رامنځته شويوجرمونو د ابتدائيه محکمې رئيس قضاوتيار شيرآقامنيب وايي: دغه کسان څه موده مخکې نيول شوي وو او په نغدي جزا محکوم شول.
0 1 دقیقه لوستل