امنیت

په جلال آبادکې چاودنه وشوه

کابل باختر دکب څوارلسمه :
دننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې نن چاودنه وشوه .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقيوال ددې خبر په تاييدولو سره وويل: يوه اندازه چاوديدونکي توکي چې په يو شخصي موټرکې ځاى پرځاى شوي و؛ د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتوکې وچاوديدل .
مشرقيوال وويل: لومړني تحقيقات ښيي چې په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: تراوسه پورې ددغې چاودنې هدف معلوم نه دى.  سيمه ئيزمقامات د دولت وسله وال مخالفين ددغې پيښې عاملين بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته