فرهنګ

ديو تاريخي اثر د قاچاقو مخه ونيوله شوه

کابل باختر  دوږي  اووه ويشتمه
په هرات ولايت کې له هيوادڅخه بهر  ته ديو تاريخي اثر دقاچاقو مخه ونيول شوه .
  دهرات ولايت امنيه قوماندان لوي پاسوال سيد عبدالغفار  سيد زاده باختر اژانس ته  وويل دوه تنه ديو تاريخي اثر  دقاچاقو په تور  او دپلورنې په نيت دپوليسو له خوا دهرات ښار ددولسمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول شول .
يو اړونده خبرځاى وويل دغه تاريخي اثر دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ لوى رياست ته وسپار ل شو .
دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ  رييس احمد احسان سرور يار ددغه اثر نوعيت ، هفت جوش ، قلمداني ده چې په سرو زرو سره ښکلي کړي شوي دي
سروريار دغه  راز څرګنده کړه چې ددغه اثر تاريخي لرغونتيا اته سوه کاله مخکې پوري اړه  پيداکوي او دهرات په ملي موزيم کې ساتل کېږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته