خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان په کانونو د پانګونې ښه فرصتونه برابر شوي دي

 کابل، د لړم ٢٢ مه، باختر

د کانونو او پتروليم  وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې له لومړي مرستيال او سرپرست محمد يونس مهمند سره په کتنه کې د هېواد په کانونو کې د پانګونې په ګډون د بېلابېلو موضوعګانو په اړه خبرې وکړې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپانه کې ويل شوي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې سرپرست په هېواد کې د پانګه والو پر وړاندې د پرتو چلنجونو او وړانديزونو په اړه خبرې وکړې.

په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان د سودا ګرۍ او پانګونې د خونې د سرپرست د ستونزو او پېشنهادونو له اورېدو وروسته ويلي د کانونو او پټرولیم وزارت په هېواد کې د ټولو پانګه والو ملاتړ کوي او د هغوى د ستونزو د حلولو په لټه کې دى.

هغه زياته کړې ده په افغانستان کې له وروستيو سياسي بدلونونو سره له نېکه مرغه سراسري امنيت تامين شوى او د افغانستان په کانونو کې د پانګونې ښه فرصتونه برابر شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د سراسري امنيت او د فساد د جرړو په اېستلو سره  د هېواد په بېلابېلو برخو په تېره بيا کانونو کې د پانګونې لپاره د کورنيو او بهرنيو پانګه والوعلاقمندي زياته شوې ده.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا