خبرونهفرهنګټولنه

د افغانستان په ۱۳ ښارونو کې پر (FM) د ازادۍ راډيو نشرات بند شول

 کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد په ۱۳ لویو ښارونو د ایف ایم پر څپو د ازادۍ راډیو خپرونې بندې کړې.

د یاد وزارت د نشراتو او عامه اړيکو رئيس عبدالحق حماد ويلي، دا اقدام يې ځکه وکړ، چې  په وینا يې ازادۍ راډیو ژورناليستيکي اصول  نه مراعت کول او يو اړخیزې خپرونې يې کولې.

په افغانستان کې په یو شمېر رسنیو له دې امله ډېرې نیوکې کېږي، چې ګواکې د پردیو استخباراتو له لورې تمویلېږي او د هغوی په خوښه یو اړخیزې او د افغانستان د ملي ګټو خلاف خپرونې کوي.

د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر دې وړاندې په وار وار ویلي وو، چې اسلامي امارت د بیان ازادۍ ته ژمن دی، خو رسنۍ باید یو اړخیزې خپرونې ونکړي او د اسلامي شریعت او د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره دې حقایق خپاره کړي.

افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا