
کابل، د غوايي ۳۰مه، باختر
د افغانستان د کام ایر لوبډلې پرون د بحرین په وخت دوه بجې له هانګ کانګ لوبډلې سره سیالي وکړه او په پایله کې یې هانګ کانګ لوبډلې ته درې/ صفر ماتې ورکړه.
د افغانستان د سپورټ عمومي رياست وايي چې د یادې سیالۍ لومړی پړاو ۲۵/۲۳ ، دویم پړاو ۲۵/ ۱۷، درېیم پړاو له ۲۵/ ۱۲ توپیر سره پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان به نن بله لوبه د اسټرلیا او یمن د سیالۍ له ګټونکي لوبډلې سره ترسره کړي.
صديقي