ورزش

د هېواد د فوټبال لوبډلې د منګوليا د فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړه

کابل باختر/د کب ۱۴ مه
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نن د منګوليا د فوټبال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې، په دې سيالۍ کې بلال مهاجم د هېواد ملي لوبډلې ته د سيالۍ په نيمه لومړۍ کې په يوه ګول سره بريا ورکړه. او د سيالۍ په نيمه دويمه برخه کې، لوبه د صفر په وړاندې په يوې سره پای ته ورسېده.
دا د هېواد د ملي لوبډلېدويمه بريالۍ لوبه ده چې د آسيا د چلنج کپ په سياليو کې يې ترلاسه کوي. په روانه اوونۍ کې د هېواد ملي لوبډلې د سرېلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د آسيا د چلنج کپ سيالۍ د شلو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون، په لاوس کې پيل شوې دي.
چې افغانستان په سي ډله کې له سريلانکا، لاوس او منګوليا سره سيالي کوي.
د هېواد د ملي لوبډلې درېيمه لوبه به له لاوس سره وي، چې په دې ‌ډلېپه بريا سره به په نهو امتيازونو سره د سياليو راتلونکي پړاو ته لاره مومي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته