(PS)خبرونه(PS)ورزش

د افغانستان کام ایر والیبال ملي لوبډلې د اسیا کلوبونو د اتلولۍ په سیالیو کې ۱۴ مقام خپل کړ

کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر

د افغانستان کام اير واليبال ملي لوبډلې د اسيا کلبونو د اتلولۍ په سياليو کې د ۱۴ مقام له ګټلو وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه.

د اسیایي کلبونو د اتلولۍ په دغو سیالیو کې له ۱۶ هېوادونو څخه ۱۶ لوبډلو ګډون کړی وو.

افغانستان په دغو سیالیو کې هانګ کانګ او یمن هېوادونو ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر په ماتې ورکولو سره د اسیا په کچه د والیبال په درجه بندۍ کې له ۷۲ مقام څخه ۱۴ مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې د کام ایر والیبال د ملي لوبډلې د بېرته راستنېدو پرمهال د المپیک ملي کمېټې په سپورټ عمومي ریاست د مشرتابه له لوري تود هرکلی وشو.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا