سیاست

اجرایيه رئیس: ډېر ژر به د ننګرهار وضعیت بدلون ومومي

کابل باختر د چنګاښ د مياشتې ٢٣ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله د ننګرهار ولایت د شینوارو له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره په لیدنه کې وویل، چې د ننګرهار وضعیت له نږدې څاري.
ده زیاته کړه، چې د دې ولایت ستونزې او نا امنۍ جدي دي، چې حکومت یې د حل لپاره لازم تدابیر نیولي، چې په پلي کېدو سره به یې ډېر ژر د ننګرهار په وضعیت کې بدلون راشي.
اجرایيه رئیس وویل، ننګرهار د هېواد د ختیځې دروازې په توګه هغه ولایت دی، چې نا امني یې په ټول هېواد اغېز کولای شي او حکومت د دغه ولایت د امن کول په لومړیتوب کې نیولي دي.
د ننګرهار د شینوارو قومي مشرانو او مخورو له اجرائیه رئيس سره د دغه ولایت بد وضعیت، له امنیتي وضعیت اندېښنې، د داعش او طالبانو ظلمونه او په سیمه ییزه ادراه کې د بدلون وړاندیزونه شریک کړل او غوښتنه یې وکړه، چې د دوی ستونزو ته دې رسیدګي وشي.
اجرایيه رئیس ډاډ ورکړ، چې حکومت د ننګرهار او په ځانګړي ډول د شینوارو ولسونو ستونزو او ننګونو نه خبر دی او لازم تدابیر یې ورته نیولي دي.
ده وویل، د شینوارو ولسونو په هرې غوښتنې او وړاندیز به غور وکړي او د حل لاره به ورته پیدا کړي.#  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته