خبرونهورزش

د افغانستان کرکټ بورډ د اسیا جام سیالیو لپاره د لوبغاړو ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ

کابل، د زمري ۲۵ مه ، باختر

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د راتلونکو اسیا جام سیالیو لپاره ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ چې دریو احتیاطي لوبغاړو ته هم په کې ځای ورکړل شوی دی.

د اسیا جام سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۲۷مه په متحدو عربي امارتو کې پیلېږي چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې پورې به دوام وکړي.

د افغان اتلانو په یاد نوملړ کې رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، افسرخان ځاځی (ویکټ ساتونکی)، محمد نبي (لوبډلمشر) کریم جنت، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، راشدخان، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نور احمد او مجیب الرحمن شامل دي. سربېره پر دې قیس احمد، شرف الدین اشرف او نجات مسعود د یاد نوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې ځای پر ځای شوي دي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله اوسمهال د پنځو شل اوریزو نړیوالیو سیالیو په موخه ایرلنډ ته په سفر بوخته ده چې سبا ته د پنځمې او وروستۍ لوبې له پای ته رسولو وروسته به د راتلونکې جمعې په ورځ د یادو سیالیو په موخه متحدو عربي اماراتو ته سفر وکړي.

د یادو سیالیو په الف ګروپ کې هندوستان، پاکستان او د (متحدو عربي اماراتو، هانګ کانګ، کویټ او سنګاپور لوبډلو) له منځه یوه لاره موندونکې لوبډله او دغه راز په (ب) ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا شامل دي.

افغان لوبډله به د یادو سیالیو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه د روانې میاشتې په ۲۷مه  د سریلانکا پر وړاندې په دوبۍ لوبغالي او خپله دویمه لوبه د همدې میاشتې په ۳۰مه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې په شارجه لوبغالي کې ترسره کړي.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا