بيجينګ ورلد نيوز باختر د غبرګولي دمياشتې ٧ :
د وريښمو د واټ په تګلوري کې د پرتو هېوادونو استازي پرون دچين دژان شي ولايت په مرکز ژيان ښارکې راټول شول چې د وريښمو د سمندري او ځمکنيو واټونو د بيا احيا کولو لارې چارې وڅيړي .
دچين جمهور رييس شي جين پينګ د کارپوهنې د دغې غونډې د جوړلو پيشنهاد د وريښمو د سمندري اوځمکنيو لارو د بيا احياکولو په لاره کې د لومړي ګام په مقصد چې پيل يې دچين د ژان شي له ولايت څخه دى؛ وړاندې کړى و .
په دې نړيواله غونډه کې د چين ، ايران ، ترکيې ، روسيې ، هند او د څو نورو هېوادونو ماهرانو برخه لرله .
د وريښمو د لارې د بيا احياکولو مفکوره چې پخوا يې چين له مرکزي آسيا او اروپا سره نښلوله؛ د چين د ولسي جمهوريت د جمهور رييس شي جين پينګ له خوا د يوه واټ د يو کمربند په توګه طرحه شوه.
په دې غونډه کې د برخه والو هېوادونو ماهرانو دغه راز د وريښمو د لارې دشبکې اساسنامه وڅيړله او وپتيل شوه چې د اساسنامې د عملي کولو لپاره د وريښمو د لارې علمي کميسيون او د وريښمو د لارې د ميراث د فرهنګي کچې د لوړتيا کميټه هم جوړه شي او د وريښمو دلارې نړيوال کنفرانس دې کال په کال جوړ شي .
1 1 دقیقه لوستل