(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ورزش

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره د دریو نړیوالو یو ورځینو سیالیو په موخه سریکلانکا ته روانه شوه

کابل، د زمري ۱۸مه، باختر

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره د دريو نړيوالو يو ورځنيو سیالیو په موخه نن سریکلانکا ته روانه شوه.

کرکټ بورډ زیاته کړې، چې افغان لوبډله به له تمریناتو وروسته هلته د روانې اګست میاشتې له ۲۲مې تر ۲۶مې نېټې د سریلانکا په همبنټوټا او کولمبو ښارونو کې سیالۍ ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې نن دغو سیالیو لپاره د پاکستان کرکټ بورډ هم د بابر اعظم په مشرۍ د خپلې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا