خبرونهورزشنړۍ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ په وړاندې ماتې وخوړه

کابل، د زمري ۲۱ مه، باختر

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې د ایرلنډ په وړاندې ماتې وخوړه.

دغه لوبې تېره شپه د افغانستان او ایرلنډ د پنځو نړیوالو لوبو په چوکاټ کې ترسره شوې.

د افغانستان د کرکټ لوبغاړو لومړۍ لوبه پیل کړه او د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ایرلینډ ته د یو سل دوه ویشت منډو هدف وټاکه او ایرلینډ لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدوسره  دغه هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري راشد ارمان د ایرلنډ پر وړاندې د خپلې لوبډلې له ماتې وروسته ویلي، هڅه به وکړي چې د ایرلنډ پر وړاندې پاتې درې لوبې وګټي.

هره لوبډله چې له پنځو څخه درې لوبې وګټي د دې ټورنمنټ اتل وي.

نن شپه دواړه لوبډلې خپله دریمه لوبه د یو بل پر وړاندې ترسره کوي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا