(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ورزش

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته په لومړۍ یوه ورځنۍ سیالۍ کې ماتې ورکړه

کابل، د غبرګولي ١٢مه، باختر
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې سره د دریو یوه ورځنۍ سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ٦ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې لومړۍ سريلانکا توپوهنه وکړه، چې د ١٠ لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ٤٩.٥ اورونو کې افغان لوبډلې ته ٢٦٩ هدف ورکړ، چې په ځواب کې یې افغان لوبډلې د ابراهیم ځدراڼ د ٩٨ او رحمت شاه ٥٥ منډو پر مټ ټاکل شوی هدف په ٤٦.٥ اور کې پوره او کوربه لوبډلې ته يې د ٦ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
ټاکل شوې د یادې لوبلړۍ دوهمه سیالي د راتلوونکې یکشنبې په ورځ د (غبرګولي په ١٤) نېټه ترسره شي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا