کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٠ :
درې تنه وسله وال طالبان په نيمروز کې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول .
د نيمروز د والي ويندوى احمدعرب دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه عمليات
تيره شپه د افغان امنيتي ځواکونوله خوا د نيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغوعملياتو په بهېرکې درې کلاشينکوفونه ، يوه پيکا او يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ