(PS)خبرونه(PS)ورزش

د افغانستان ۲۰ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د ګافا سيالیو په لومړنۍ لوبه کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

د افغانستان د شل کلنو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي آسیا ” ګافا” جام سیالیو په لومړنۍ لوبه کې ترکمنستان ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

د هېواد د سپورټ عمومي ریاست وايي، دغه سیالي، چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شوې، افغانستان د دویم پړاو په لومړيو کې له سیالې لوبډلې د یو ګول په کولو سره مخکې و؛ خو ډېر ژر ترکمنستان هم وتوانېد چې ګول ترسره کړي.

سرچینه زیاتوي چې د لوبې په جریان کې ترکمنستان ته د پینالټي چانس په لاس ورغی، د افغان لوبډلې ګول ساتونکي وکولی شول، چې په پینالټي کې د ګول مخه ونیسي.

د لوبې پر دوام د ترکمنستان لوبډلې دوه درې نورې حملې هم د افغانستان د ګول ساتونکي په طرف وکړې؛ خو افغان شل کلنې فوټبال ملي لوبډلې وکولی شول، چې په وروستیو لسو دقیقو کې دویم ګول هم ترسره کړي او د یادې سیالي بریا خپله کړي.

د ګافا شل کلنو فوټبال لوبډلو سیالۍ په تاجکستان کې ترسره کېږي، چې افغانستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان لوبډلې په کې ګډون لري. 

نن به د افغانستان په وخت مازیګر ۴:۳۰ بجې د افغان شل کلنو فوټبال ملي لوبډله له تاجکستان سره خپله دویمه سیالۍ ترسره کړي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا