امنیت

په کابل کې د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شول

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٨
د کابل ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتوکې په يوې دولتي نقليه واسطې کې د لګول شوى مقناطيسي ماين د چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شول او موټر يو څه ويجاړ شو.
د کابل د پوليسو يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې پيښه پرون ماښام د پل سوخته په ساحه کې رامنځته شوه او د هغه موټر ته چې په دې پيښه کې زيان اوښتى دى؛ د يوې دولتي ادارې په يو رييس پورې اړه درلود.
د پوليسو دغه مسوول وايي چې د پيښې له امله د سر زيان نه دى اوښتى خو موټر ته زيان رسيدلى دى.
خو د پيښې شاهدان وايي چې په دې پيښه کې د موټر چلوونکى او يو لاروى ټپيان شوي دي.
بايد وويل شي چې په دولتي وسايطوکې د مقناطيسي ماينونو لګول په پايتخت کې په يوه جدي انديښنه بدله شوې ده. په داسې حال کې چې د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره لږکار شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته