خبرونهسیاستاقتصادTOP

د افغاني سرې مياشتې سرپرست د قطر د پرمختيايي پروژو له مسؤل او د الخيريه بنسټ له مسوولينو سره وکتل

کابل، د کب ۲۶مه، باختر
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل سلطان بن احمد العسیري ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې په افغانستان کې پر بشري مرستو، روغتیایي چوپړتياوو، د بې سرپرسته کورنیو پر لاسنیوي او یو شمېر نورو موضوعاتو دوه اړخیزه ناسته وشوه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس وویل چې افغانستان ۴۰ کلنو جګړو له هر اړخه ځپلی او لاسنیوي ته اړتیا لري.
نوموړي زياته کړه چې له افغاني سرې میاشتې سره د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د ثبت شمېره په لوړېدو ده او افغاني سره میاشت یې په یوازې توګه د درملنې توان نلري.
خالص غوښتنه وکړه چې بشرپال بنسټونه دې له افغاني سرې میاشتې سره د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په برخه کې مرسته وکړي.
د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل سلطان بن احمد العسیري د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ یادو برخو کې له افغاني سرې میاشتې سره د همکاريو ډاډ ورکړ.
د يو بل خبر له مخې د قطر الخیریه بنسټ د بېړنیو پېښو د مسؤل خالد عبدالله الیافعي د افغاني سرې میاشتې له سرپرست عمومي رئیس سره په ليدنه کې د مرستو ډاډ ورکړی او ويلي يې دي، چې ياد بنسټ به له افغاني سرې مياشتې سره په مختلفو برخو کې د پام وړ همکاري وکړي.
افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا