(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ټولنه

د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس سريلانکا ته سفر وکړ

کابل، د غبرګولي ۱۵مه، باختر

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص پرون په یو رسمي سفر سریلانکا هېواد ته په سفر ولاړ.

نوموړی به په دې څو ورځني سفر کې په یاد هېواد کې د سیمې په کچه د ملي ټولنو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي او په افغانستان کې شته بشري اړتیاوې او ستونزې به شریکې کړي.

په ياده ناسته کې به همدا رنګه د بشري مرستو او اړتیاو پر وخت د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر لازمه همغږۍ او لاسنیوي هم بحث وشي؛ ترڅو وکولی شي اړمنو ته د اړتیا پر وخت بشري مرستې او ملاتړ ورسېږي.

د يادونې وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې عمومي سرپرست رئيس څه موده وړاندې قطر هېواد ته هم سفر کړی و.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا