خبرونهټولنهښوونه او روزنه

د افغاني سرې میاشتې او غالب پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د غالب پوهنتون د استازي دوکتور مفتي محمد اسحاق نوري ترمنځ د ګډو همکاریو دوه اړخیز درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک له مخې به غالب پوهنتون د کال په هر سمستر کې هغو ۵ تنو ته د لیسانس د دورې ۵ سکالرشیپونه ورکوي، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري غالب پوهنتون ته ور وپېژندل شي.

همدا ډول به د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵ ور پېژندل شویو کسانو ته د غالب پوهنتون د روغتیایي زده کړو په انسټیټیوټ کې وړیا شمولیت ورکول کېږي.

د هوکړه لیک پر بنسټ به غالب پوهنتون د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰ ورپېژندلو محصلینو ته ۵۰ سلنه تخفیف هم ورکوي.

همدا ډول هر کال به د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۰ ورپېژندل شویو زده کوونکو کې ۳ تنو ته وړیا او ۷ نورو ته په ۵۰ سلنه تخفیف زده کړه ورکول کېږي.

د دې تر څنګ به د غالب پوهنتون د معالجوي طب او غاښونو طب څانګې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو مرسته کوي.

د هوکړه لیک له مخې به افغاني سره میاشت په هرات ولایت کې په خپلو کلینیکونو کې د غالب پوهنتون  ستاژ د دورې محصلین مني.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا