امنیت

د کورنيو چارو په وزارت کې امنيتي غونډه جوړه شوه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩ :
د کورنيو چارو وزارت سرپرست په هغې امنيتي غونډه کې چې پرون  په دغه  وزارت کې جوړه شوه  د هېواد د امنيتي حالاتو دڅيړنې په ترڅ کې د هېواد  د مستقلانه دفاع په لاره کې د ملي پوليسو د ځواکونو  په  لا زيات تياري  باندې  ټينګار  وکړ.
د کورنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر  ورکـــړ :
د کورنيو چارو وزارت سرپرست  ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي په  هغې غونډه  کې چې  پرون سهار د دغه  وزارت له مشرتابه هيئت  او جګپوړو مسوولينو سره  لرله ، د هېواد امنيتي حالات وڅيړل  او د هېواد د مستقلانه دفاع په  لاره کې يې  دملي پوليسو  ځواکمني ، وړتيا او د ظرفيت په  لوړولو  باندې   ټينګار  وکــړ.
ده يادونه وکړه: تروريستي ډلګي په هر نامه  چې دي ، هدف يې  د خلکو د عادي ژوندانه د بهير ګډوډول  او د افغانستان د اسلامي جمهوريت  د دولت  د پرمختيايي پروګرامونو د عملي کيدو مخنيوى  دى.
ده څرګنده کړه: هغه عمليات چې  په دې  وروستيو وختو کې  د تروريستانو او دسازمان موندلو مجرمينو له شتون  څخه د کابل ښار دپاکولو په لاره کې ترسره  شول  ، مثبتې نتيجې لرې  او دا کار  د ملي پوليسو د منسوبينو  د ظرفيت او  ځواکمني دلوړولو څرګندوى  دى .
دغه  څرګندونې په داسې حال کې کېږي  چې له  افغانستان  څخه د بهرنيو  ځواکونو  په وتلو سره  د تروريستي  ډلګيو فعاليت   زور اخيستى دى  او  د داعش د تروريستي ډلــې  دظهـــور او آوازه هـــم اوريدل کيږي خو زموږ امنيتي ځواکونه د نړيوالـــو ځواکونو له وتلو  وروسته  لا زيات  فعال  شوي  دي .        

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته