اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې ٢٩ ډالره کمښت راغلى دى

کابل باختر  د وري  د مياشتې  ١نيټه :
په  نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په  بيه کې د تيره ورځ په پرتله ٢٩ ډالره کمښت راغلى دى.
تېره ورځ په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٣٦٠ډالره  وړاندې کيده، خو نن په ١٣٣١ ډالره وړاندې کيږي.
دپښتنى بانک دسرو زرو دمارکيټ يو پلورونکي قاهر خان  د دغه خبر په تاييدولو سره  باخترآژانس ته وويل: اوس يو ګرام يو ويشت عياره مصري سره زره  په ٢٥٥٠ افغانيو، يوويشت عياره کويټې سره په٢٥٠٠افغانيو، يوويشت عياره سنګاپوري سره زر په٢٤٥٠ افغانيو، نوولس عياره بحريني سره زر په٢٢٠٠  افغانيو،  نولس عياره عربي سره زر په٢١٥٠ افغانيو ، اوولس عياره ايراني سره زر په ١٧٠٠ او  څوارلس عياره يوګرام روسي سره زر په ١٦٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته