خبرونهټولنهروغتیا

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په ختیځ زون کې د رواني ناروغانو ساتنځای پرانیستل شو

کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر

د افغاني سرې مياشتې عمومي سرپرست رئيس  مولوي مطيع الحق خالص او ور سره مل پلاوي په ننګرهار کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې ختیځ زون اړوند د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکز د پټي په پرې کولو سره پرانيست.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې سرپرست رئيس د هدايت پر اساس، د ختيځ زون سرې مياشتې ټولنې رئيس مولوي حيات الله صافي په همکارۍ او همدارنګه په ختيځ زون کې د مرستون آمر احسان الله مملوال په هڅو  ياد ساتنځای د رواني ناروغانو لپاره د ننګرهار ولايت پنځمې ناحیې اړوند علم آباد اتفاق مينه کې پرانيستل شو.

په دغه ساتنځای کې ټول هغه ناروغان، چې په رواني ناروغیو اخته وي د متخصصو  ډاکټرانو له خوا به يې درملنه کېږي.

د یادونې وړ ده، چې ذکر شوی ساتنځای د ۱۵۰ تنو نارینه او ښځینه ناروغانو د بستر وړتیا لري.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا