فرهنګ

فرهنګي معين وپيژندل شو

کابلباختر دغويي ١٦ مـــــــــــــــــه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ددغه وزارت فرهنګي معين اړوندو کارکوونکو ته معر في کړ

د باختر ا ژانس دخبر له مخې داطلاعا تو او فرهنګ وزيرډا کتر سيدمخدوم رهين نن ددغه وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي دوزارت منسو بينو ته وروپيژاند ويې ويل خليلي د هيواد يو استعداد لرونکى اوتکړه ځوان دى چې د اسلا مي ودا نيو دمعماري اود فرهنګي ميرا ثو نو په برخه کې د ماستري ديپلوم لري او په دې برخه کې د ښي تجر بي خا وند  دى

 سيد مصدق خليلي داطلاعا تو او فرهنګ د وزير د اعتماد له امله دقدردا نۍ په ترڅ کې ژمنه و کړه چې خپلى دندي په ښه تو ګه تر سره کړې

خليلي په دى وروستيو وختو کى د ا طلاعا تو اوفرهنګ و زارت په وړانديز اود جمهوري رياست په منظوري ددغه وزارت د فرهنګي معين په تو ګه ټا کل شوى دى

 سيد مصدق خليلي په ١٣٦٢ کال کې د بدخشان ولايت دتکاب کشم ولسوالۍ په يوه رو حا ني او روشانفکره کورنۍ کې و زيږيد اود ارين پور شهيد له ليسې څخه له فراغت وروسته د کا بل پولتخنيک پوهنتون په سا ختما ني پو هنځې کې شا مل شو

 دى په ممتازه در جه په ١٣٨٦ کال کې له پو هنتون څخه له فراغت وروسته د لوړو زده کړو دد وا م په مقصد فرا نسي ته لاړ اود خښتو د ودا نيو د معماري او دفرهنګي ميرا ثو نو دسا تنې او اداري په برخه کې د ماسترۍ ديپلوم يې د فرا نسې دګرنيل ښار دمهندسي له پوهنتون څخه تر لاسه کړ

خليلي هيواد ته له راستنيدو وروسته د کا بل پولتخنيک په پو هنتون کې لوست ورکړ اود ٢٠١٠ کال له وروستيو وختو څخه تر او سه پورې يي د فرهنګي ميراثو نو په چارو کې د ا طلاعا تو او فرهنګ وزارت دسلا کار په تو ګه دنده ترسره کوله

دمصدق خليلي په لسګونو مقا لي او شعرونه په رسنيو کې چاپ شوي دي

 دى همدا اوس د فرا نسې ديو مشهور پرو فيسر تر نظر لا ند ې د ګرنيل پو هنتون په همکاري له لري واټن څخه د افغا نستان د فرهنګي ميراثو نو په لاره کې دخپلي دو کتورا تيزس ليکي

 دياد ونې وړ ده چې ده د افغا نستان د فرهنګي مير اثو نو دسا تنې دڅرنګوالى په باب د خپلي ماستري دپست ددوري وروستي تحصيلي تيزس په فرا نسوي ژبه ليکلى دى

 خليلي د هيواد د ملي ژبو ترڅنګ په فرانسوي ، انګليسې ، او اردو ژبو وا کمن دى او له عربي او روسي ژبو سره بلد تيا لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته