سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله دايران دبهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره دهند ، افغانستان او ايران ترمنځ دزياتو همکاريو په باب خبرې وکړې .

کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دراجستان ايالت په جيپور ښار کې له تروريزم سره دمبارزې په کنفرانس کې  دګډون تر څنګ په خپل استوګنځي کې دايران داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت داسيا او اوقيانوسيه له مرستيال رحيم پور سره وکتل .
  داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې دسيمې دوروستيو سياسي ، امنيتي بدلونونو او دايران اسلامي جمهوريت ته دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رييس په رسمي سفر کې دطرحه شويو موضوعګانو په باب  خبرې وشوې .
په دې کتنه کې په سيمه کې  له بنسټپالنې او تروريزم سره دمبارزې دلارو چارو دتعقيبولو، په ايران کې  دمهاجرينو دقضيو د څيړنې او دهند ، افغانستان او ايران ترمنځ دزياتې همکارۍ  په باب خبرې وشوې .
په دې کتنه کې دخبرو وړ يوه مهمه مسئله له چابهار بندر څخه په استفاده کې  دهند ، ايران او افغانستان همکاري وه .
دغه موضوع دهند له صدراعظم او دبهرنيو چارو له وزير سره  داجراييه رييس په غونډه کې طرحه شوه او دهند لوري ژمنه وکړه چې  دلومړيتوب  په توګه دې دغې قضيې ته پاملرنه وکړي .
په دې لاره کې وروستۍ پرمختګ دايران له لورې سره طرحه شو او موافقه وشوه چې دغه موضوع دې دلومړيتوب په توګه دهند له لورې سره په خبرو کې  تعقيب شي او ډير  ژر دې دچابهار بندر دجوړولو  عملي کار پيل او له دغه بندر څخه ګټه واخستل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته