ټولنه

دکورنيو چارو وزارت دپاسپورت دلوى رياست خبرتيا .

کابل باخترد تلې څوارلسمه :
دکورنيو چارو وزارت دپاسپورت  دلوى رياست خبرتيا .
دکورنيو چارو وزارت دپاسپورت لوى رياست دکندز ولايت ګرانو هيوادوالو ته خبر ورکوي چې دپاسپورت د٨٠٠ تنو غوښتوونکو سندونه چې پړاونه يې پخوا په بيلابيلو نيټو دکندز ولايت په امنيه قوماندانۍ کې بشپړ شوي او دپاسپورت دچاپ او پرنټ لپاره دپاسپورت رياست ته ليږل شوي او په نوبت کې تنظيم شوي و په فوق العاده ډول پرنټ او چاپ کړي دي او  ويشلو ته چمتو دي
دکندز ولايت دپاسپورت هغه غوښتوونکي چې  په مرکز کې دخپل پاسپورت دترلاسه کولو هيله ولري د ١٣٩٤ کال دتلې دمياشتې په ١٥ نيټه دچهارشنبې دورځې  له غرمې  وروسته په دوو بجو  دې دپاسپورت مرکزي ادارې ته ورشي او خپل پاسپورتونه دې ترلاسه کړي له دې پرته به ددوى  پاسپورتونه دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ په پته وليږل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته