شبرغان باخترلړم دمياشتې ٨نيټه :
په جوزجان ولايت کې ملي پوليسو نن په شبرغان ښارکې په٤٠٠ بېځايه شويو کورنيو وچه ډوډۍ او د څښاک اوبه وويشلې .
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني باختر آژانس ته وويل چې دغه کورنۍ نوې ددغه ولايت له قوش تيپې ولسوالۍ څخه د طالبانو او داعشيانو ترمنځ له جګړو څخه تښتيدلې او په شبرغان ښارکې ځاى پرحاى شوې دي چې د ملي پوليسو له خوا په هغوى يوه اندازه وچه ډوډۍ او د څښا ک اوبه وويشل شوې.
جوزجانى وايي چې دغه کورنۍ د مناسب ځاى د نشتوالي او د خوړو او د روغتيايي امکاناتو د نشتوالي له امله په بدحالت کې شپې سبا کوي.
دغه کورنۍ ويره لري چې د سړو په دغه موسم کې د دوى ماشومان ناروغه نه شي او له مرکزي حکومت څخه غواړي چې د دوى د سيمو د امنيت په تامينولوکې جدي اقدام وکړي چې دوى بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي .
0 1 دقیقه لوستل