امنیت

د دوو تنو ملکي وګړو مړي په نيمروزکې د پوليسو لاسته ورغلل

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٤
د دوو تنوملکي وګړو مړي پرون د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پوليسو لاسته ورغلل.
د نيمروز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال دلاورشاه دلاور د باخترآژانس خبريال ته وويل: د دوو تنو ملګي وګړو مړي د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ په دهمزنګ سيمه کې د پوليسو لاسته ورغلل .
خبرځاى وويل: دغه کسان څه موده مخکې د شخصي دښمنيو او د کورنيو اختلافونو له امله د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتوکې وژل شوي وو. په داسې حال کې چې د نيمروز ولايت د امنيه قوماندانۍ د پوليسو يو افسر نږدې څلور مياشتې مخکې بې درکه شوى او وروسته وژل شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته