امنیت

په نورستان کې دلسو تنو وسله والو کسانو وژل کيدل .

کابل باختر دوري  پنحه ويشتمه :
دطالبانو په ډلې پورې اړوند لس تنه وسله وال يرغلګر په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار د ډيورند کرښې ته څيرمه په کامديش  ولسوالۍ کې بريد وشو .
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه  جګپوړي  قوماندان دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دې نښته کې لس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول .
ده وويل :يرغلګرو دډيورنډ  له کرښې  څخه له تيريدو وروسته غوښتل د پوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړي چې پرې بريد وشو .
  ويل کيږي چې په دې پيښه کې سرتيرو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى
  پرون هم شپږ تنه وسله وال طالبان دنورستان  ولايت په کامديش ولسوالۍ کې  له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
درارسيدلو خبرونو له مخې :امنيتي ځواکونو نن سهار دخلکو په همکارې شپږ ماينونه دنورستان ولايت له ګن ميشتو لارو اوسيمو څخه  کشف او شنډ کړل
  دنورستان ولايت يو پوځي خبرځاى وايي طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره په ملکي وګړو خونړي بريدونه وکړي   خو بريالي نه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته