امنیت

په يوه ترافيکي پيښه کې پنځه تنه پوليسان ووژل شول

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

نن ديوې ترافيکي پيښې له امله دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوځي  څارنوالي دمرستيال په ګدون پنځه تنه پوليسان  ووژل شول اويوبل پوليس ټپي شو.

دخواجه سبز پوش ولسوال عبدالله باختراژانس  ته وويل، دغه پيښه  له يوې غونډې څخه دپوليسو درنجر موټر دچپه کيدو له امله  رامنځته شوه چې په دې پيښه کې دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوځي څارنوالي مرستيال سمونوال عنايت الله نبردپه ګډون  پنځه تنه پوليسان ووژل شول  او يوتن بل يې ټپي شو.

ويل کيږي  چې دفارياب ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دپوځي څارنوالي مرستيال  ددندې دترسره کولو په مقصدداندخوي ولسوالۍ ته روان  وچې  دغه پيښه  دموټر چلوونکي دګړنديتوب  له امله رامنځته شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته