نړۍ

په سوريه کې په اوسني تاوتريخوالي کې دوه سوه تنه وژل شوي دي

دمشق جيونيوز  دچنګاښ دمياشتي ٢٩ :

په سوريه کې په پروني  تاوتريخوالي کې څه دپاسه دوه سوه تنه وژل شوي دي.

دسوريې دبشر حقوق پوهانو وويل: دسوريې جمهوررييس بشارالاسد درهبري په دوو غړو سربيره ديوسلو څلرويشتو ملکي وګړو ، دوه شپيتو عسکرو او اته ويشتو ياغيانو په ګډون  ٢١٤  تنه وژل شوي دي  دغه ورځ په سوريه کې دشپاړلسو مياشتو دنااراميو يوه ډيره خونړۍ ورځ وه .

په دمشق  ښارکې دسوريې دملي امنيت  درياست په مقر کې په پروني  ځانمرګي چاودنه کې ددغه هيواد ددفاع وزير جنرال داود راجحه  دده مرستيال اصف شوکت وژل شوي  او دکورنيو چارو وزير ابراهيم  شعار  اودسوريې دبحران  دادارې  رييس حسن ترکمني بختيار  په ګډون ددغه هيواد نور جګپوړي  کسان ټپيان شوي دي.

له دې چاودنې وروسته دسوريې ددفاع نوى وزيرجنرال  فهد جاسم الفريج په تلويزيون کې څرگندشو اودغه بريد يې يو جنايتکارانه اوترورستي عمل وباله.

ددغه بريد مسووليت دسوريې آزادې اردو په غاړه اخيستى دى  .

ديوبل خبرله مخې  :

له سوريې څخه رارسيدلي خبرونه څرگندوي په دغه هيواد کې تيره شپه هم سختو بريدونو دوام درلود.

دسوريې ددولت دمخالفو فعالينو او دولتي مقاماتو دڅرگندونوله مخې، په دغو نښتو کې زيات شمير خلک وژل شوي دي.

ددولت مخالفين وايي دولتي ځواکونو په دغو عملياتو کې له هليکوپترونو اوتوپونو څخه کار اخيستي دي .

ديوبل خبرله مخې :

 دبريتانيا دولت دسوريې دجمهوررييس بشارالاسد او ددغه هيواد ددولت دځينو نورو جګپوړو مقاماتو اړونده شتمني چې نږدي يوسلو شپيته مليونه ډالره  کيږي  بند کړى دى.

دسوريې دڅوجګپوړو مقاماتو له وژل  کيدو وروسته دامريکا جمهوررييس بارک اوباما دروسيې له جمهوررييس  ولاديمير پوتين  سره دسوريې دحالت په باب خبرې کړي دي .

دسپيني ماڼۍ دوينا له مخې، دواړو  جمهورو رييسانو په سوريه کې  دتاوتريخوالي دزياتوالي له امله انديښنه څرگنده کړه او په دغه هيواد کې يې په سياسي بدلون ټينګاروکړ.

په دې وينا کې ويل شوى دى  چې هغوى  دغو اختلافاتو ته چې دسوريې په برخه کې  ددواړو هيوادونو ترمنځ شته اشاره وکړه خو دسوريې دبحران دحل لپاره يې ددواړو هيوادو دماهرانو دهلوځلو پردوام ټينګار وکړ.

له دې سره جوخت دامريکا يوسناتور غوښتى دى  چې ددغه هيواد دولت دې دسوريې  ددولت مخالفين وسله وال کړي .

اوباما دروسيې له جمهوررييس سره  دخبرو په دوام دروسيې په جنوب کې دسيلاو له امله انديښنه  څرگنده کړه  ويې ويل  په دې سيمه کې له مصيبت  ځپلو کسانو سره مرستې ته چمتو دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته