خبرونهاقتصاد

د افغان سوداګرو ۷۰۰ ایسار کانټینران به کراچۍ ته ولېږدول شي

کابل، د زمري ۳۱ مه، باختر
په کوټه کې د افغان قنسلګرۍ مسوولین وايي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان سوداګرو ۷۰۰ ایسار کانټینران به ډېر ژر کراچۍ ته ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا لس ورځې کېږي چې د بلوچستان حکومت د افغان سوداګرو ۷۰۰ ټرانزیټي کانټینران چې ټاکل شوې کراچې ښار ته ولېږدول شي، په دغه ایالت کې ایسار کړي دي. د بلوچستان چارواکي ادعا کوي چې لاره خرابه ده او بار وړونکو موټرو ته د تګ اجازه نشته، خو افغان سوداګر بیا وایي چې نورو موټرو ته اجازه ورکول کېږي خو یوازې د دوی مالونه نه پرېږدي چې ولېږدول شي.
د کوټې په قنسلګرۍ کې د آتشې رییس ډاکټر عبدالحنان همت باختر آژانس ته وویل چې افغان قنسل تېره ورځ له پاکستاني چارواکو سره کتلي او هغوی ژمنه کړې چې لاره به خلاصه شي، په خبره یې، نن د کانټینرانو د لېږد اجازه ورکړل شوې او ډېر ژر به کراچۍ ته ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت ویلي چې هڅې یې پیل کړي چې په کور دننه او بهر افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
ن.ر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا