امنیت

اووه تنه وسله وال غله ونيول شول .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
اووه تنه وسله وال غله  نن دنيمروز ولايت په زرنج  ښار کې ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې  دمنسوبينو له خوا ونيول شول .
دنيمروز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه جيلاني ابوبکر باختراژانس ته وويل :دغه غله چې په اوو تومانچو سمبال و او کله يې چې غوښتل دزرنج ښار د سرو زرو دپلورنې  په بازار کې غلاوکړي دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونوپرخلاف دمبارزې مديريت دمنسوبينو له خوا ونيول شول
ويل کيږي دغه غله دهرات ولايت  اصلي اوسيدونکي دي اوپه دغه ولايت کې دغلا ، وژنې او انسان تښتونې په څو پيښو کې لاس درلود .
خبرځاى زياته کړه درې تنه غله تښتيدلي دي اوپوليسو دهغو  د موندلو لپاره اقدامات پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته