سیاست

د افغان عالمانو سراسري شورا غونډه وکړه

دافغانستان دعالمانو سراسري شورا نن دقضاوت پوه مولوى

قيام الدين کشاف په مشرۍ غونډه وکړه .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې غونډه دکلام الله مجيد دڅو مبارکو ايتونو په لوستلو سره پيل شوه او وروسته دعالمانو دسراسري شورا رييس خبري وکړې او دهيواد دروانو حالاتو په باره کې يې رڼا واچوله او عالمان يې خپلو سترو مسووليتونو ته ځير کړل

دعالمانو دسراسري شورا رييس شورا او شورا سالاري داسلام يو مهم اوبنسټيز اصل وباله او ددغه اصل رول يې دزياترو ستونزو په حل کولوکې اغيزمن وباله او دغه راز دژمي درارسيدو او دسوون دموادو دبيو دلوړيدو له امله يې انديښنه څرګنده کړه .

وروسته دعالمانودسراسري شورا غړو خبري وکړې او خپل کاري رپوټونه يې شورا ته وړاندې کړل .

غونډه په نهو مادوکې دمصوبي په صادريدو او دافغانستان دمسلمانو خلکو دخير او فلاح په دعا سره پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته