امنیت

يو ماين ښخوونکى تروريست په لوګر کې ونيول شو

کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
يو ماين ښخوونکى تروريست چې نن يې په لوګر کې د تروريستي بريد نيت درلود ونيول شو.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين د باختراژانس خبريال ته وويل؛ دغه تروريست د ملي امنيت او د پوليسو د ځواکونو د ګډو عملياتو په بهيرکې ونيول شو. نيول شوى تروريست د لوګر په مرکز پل علم ښارکې د تروريستي بريدونو د ترسره کولو په خاطر د دوو ماينونو د لېږدونې نيت درلود.
ديوبل خبر له مخې،طارق ارين وويل د ملي پوليسو ځواکونو په دوو کشفي عملياتو کې په دايکنډي اوکندز کې د دوو ماينونو د چاودنو مخه ونيوله.
دغه ماينونه نوي د دايکنډي د ګجران ولسوالۍ په سړک او د کندز دعلي آباد ولسوالۍ په سړک کې د تروريستي بريدونو په مقصد ځاى پرځاى کړاىشوي و.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته