(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

د افغان لاجورد نندارتون پرانیستل شو

کابل، د غبرګولي ۳ مه، باختر

د افغان لاجورد نندارتون د انرژۍ او اوبو وزارت د سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د هرات والي، د دولتي ادارو د رییسانو، خصوصي سکټور په شتون پرانیستل شو.

د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې یاد نندارتون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړ شوی، چې صنعتکارانو پکې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

له بلې خوا د هرات د کانونو او صنایعو خونې رييس حميدالله خادم وویل چې دغه نندارتون د پنځو ورځو لپاره دى او هره ورځ د سهار له اتو بجو څخه د شپې تر لسو بجو پورې د ليدونکو پر مخ پرانيستى دى.

په دې نندارتون کې سږ کال د قندهار، فراه ، غور، بادغیس او هرات له ولایتونو څخه ۳۰۰ غرفې راوړل شوي چې ۱۰۰ غرفې د ښځو لپاره او ۲۰۰ غرفې د نارینه وو لپاره ایښودل شوې دي، چې پکې کورني تولیدات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا