
کابل، د لېندۍ ۱۰ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هرات ولایت له یو شمېر عالمانو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی مولوي رحمت الله او سید عبدالباقي د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او په هېواد کې د اشغال د پایته رسېدو او د اسلامي نظام د بیا واکمنېدو هرکلی وکړ او ويې ویل: په مخکېني نظام کې عالمان له زیاتو ستونزو سره مخ وو او اوس په هېواد کې د اسلامي نظام د ټينګښت له برکته ټول افغانان په ځانګړي ډول عالمان له امنیت او درناوي څخه برخمن دي.
هغوی د اسلامي نظام له رهبرۍ څخه وغوښتل چې د همدلۍ او ورورولۍ له رامنځته شوې فضا څخه په استفادې د هېواد د اقتصادي او علمي پرمختګ لپاره کوښښ وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملت په ځانګړي ډول د عالمانو او مجاهدینو د سرښندنو قدرداني وکړه، ازادي او د اسلامي نظام ټينګښت یې د هغوی د مېړانې او اتلولۍ حاصل وباله.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغان ملت خدمت د اسلامي امارت له مهمو دندو وګاڼه او ويې ویل اسلامي امارت به د هېواد د پرمختګ لپاره هېڅ ډول هڅې درېغ نه کړي.
افغانمل