امنیت

وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٦
د ملي اردو ځواکونو د غزني ، ميدان وردګو او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې عمليات ترسره کړل چې له امله يې وسله والو طالبانو ته زيانونه اوښتي دي.
په هغې خبرپاڼه کې چې د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر د رسنيو په واک کې ورکړې ده؛ ويل شوي دي:
مخکې له دې چې وسله وال مخالفين په بريدونو لاس پورې کړي؛ دغه عمليات د هغوى د ځپلو په مقصد ترسره شوي دي چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز د ملي اردو ځواکونو د يوې اندازې وسلې، مهماتو او پوځي تجهيزاتو په ترلاسه کولو سربيره، څوارلس ماينونه چې نوي د طالبانو له خوا په دغو دريو ولايتونو کې ښخ کړى شوي و او چاودنه يې کولاى شول ملکي او پوځي افرادوته  زيانونه واوړي؛ شنډکړي دي.
له بله پلوه د ملي دفاع وزارت تاييدکړه چې د ملي اردو يو تن منسوب د امنيتي دندې په بهيرکې شهيد شوى دى خو د پيښې د سيمې او څرنګوالي په باب څرګندونې نه دي شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته