سیاستخبرونه

د ملي پخلاینې د عالي شورا رييس ننني راکټي بريدونه د دښمنانو او جنايتکارانو کار وباله

۲۲- کابل/ د ليندۍ لومړۍ / باختر

د ملي پخلاینې عالي شورا په يوه اعلاميه کې ننني راکټي بريدونه وغندل او هغه يې د دښمنانو او جنايتکارانو کار وباله.

په اعلامیه کې ویل شوي دي: له بده مرغه پر کابل ښار د ډارنو تروريستانو د وحشيانه او غير انساني بريدونو له امله بې ګناه خلکو ته د سر زيان او مالي تاوانونه اوښتي دي. د جنايتکار او ډارن دښمن ناروا بريدونه غندو دغه شان بريدونه د جګړې په ډګر کې له برياليتوب او د افغانستان له ميړنيو امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ کېدو له ويرې د دښمن د ماتې او ناهيلې ښکارندوی دى.

د افغانستان خلک به په دغه شان بريدونو سره له منځه لاړ نه شي او تروريزم او ډار اچونې ته به تسليم نه شي. د ډار او وحشت رامنځته کول به بدصفته تروريستان هدف ته ونه رسوي او په پاى کې به تروريستي او تکفيري ډلې له منځه لاړې شي.

د نننيو تروريستي بريدونو د قربانيانو روح ته درود وايو او د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي اوغمشريکي کوو.

ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته