(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)(PS)ټولنه(PS)ټکنالوژي

د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د موټرو د ترمیم تخنیکي روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

کابل، د وري ۱۷ مه، باختر

د کابل د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ریاست مسوولین وايي، چې د افغان ټکنالوژۍ په انستیتيوت کې د موټرو د ترمیم تخنیکي روزنیز ورکشاپ  پرانیستل شو.

د کابل د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت باختر آژانس ته وویل، چې په یاد مرکز کې به د دولتي ادارو موټر هم ترمیم شي او دا به د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ریاست د ځان بسیاینې په لور یو ګام وي.

د یاد انستیتوت آمر تاج محمد تلاش وویل، تخنیکي او مسلکي زده کړې د عملي کار پر بنسټ ولاړ دي او د یاد انستیتیوت په تخنیکي ورکشاپ کې زده کوونکو او محصلینو ته د عملي کارونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا