امنیت

دهېواد په شمال کې درې زره تنه دماين قرباني شوي دي .

-کابل باختر د  وري  شپاړلسمه :
دهېواد دشمالي په ولايتونوکې درې سوه اووه ويشت  مربع کيلومتره ساحه دماين له شتون څخه پاکه شوې ده .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دهېواد په شمال کې  دماين پاکولو دچارو دساحوي دفتر مسوول محمد ابراهيم  ستانکزي چې په دغه ولايت کې دماين پاکولو د نړيوالې ورځې په مناسبت غونډه کې خبرې کولې وويل: په افغانستان کې دماينونو ځاى پرځاى کول  په  ١٣٥٨ کال کې دپخواني شوروي دځواکونو له تيري وروسته پيل شول چې له بده مرغه لاتراوسه پورې دوام لري .
ستانکزي  څرګنده کړه چې په افغانستان کې دپخواني شوروي  ځواکونو شتون په اويا يمه هجري لمريزه لسيزه کې کورنۍ جګړې  او په هېواد کې ناامنۍ دماينونو دځاى پرځاى  کولو او په افغانستان کې دملکي وګړو دسردزيان سبب شوي دي .
دهېواد په شمال کې دماين پاکولو دچارو دساحوي دفتر مسوول څرګنده کړه ددوى دڅيړنو  نتيجې ښيي چې دبلخ ، جوزجان ، سمنګانو ، سرپل او فارياب په ولايتونو کې دڅه دپاسه درې سوه اتيا مربع کيلو متره ځمکې په ساحه کې ماينونه ځاى پرځاى شوي و چې دماين پاکولو ټيمونه په دې بريالي شوي دي چې درې سوه اووه ويشت  مربع کيلومتره يې دماينونو له شتون څخه پاکه کړي .
  محمد ابراهيم ستانکژي  وويل چې دهېواد په شمال کې دماينونو د قربانيانو شمير له درې زره تنو څخه اوړي چې ښځې سپين ږيرې او ماشومان پکې شامل دي او لاتراوسه پورې هم دجګړو د دوام له امله  په زياترو ساحو کې ناچاودلي مهمات شتون لري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته