امنیت

د خواجه غار ولسوالۍ ونيول شوه او په درقدکې جګړه دوام لري

_   تالقان باختر دغبرګولي دمياشتې  ٣٠ :
د تخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ نن په بشپړه توګه د امنيتي ځواکونو لاسته ورغله.
د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمدجوزجاني د باختر آژانس سيمه     ييز خبريال  ته وويل چې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه دامنيتي ځواکونوله خوا نيول شوې ده.
ده څرګنده کړه: په دغو ګډو عملياتوکې د طالبانو د قومانان ملاعلم ګل په ګډون  ١٤ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، يوولس تنه ټپيان او د پنځو تنو مړي د جګړې په ډګرکې پاتې دي.
ده وويل: دغه عمليات په تخارکې د ميشتو امنيتي ځواکونو په ګډون د کوماندو  او هوايي ځواکونو په بشپړې همغږۍ سره ترسره شول او اوس په درقد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته