خبرونهامنیت

په پروان کې له غیرو مسوولو کسانو څخه پوځي جامې راټولې شوې

٣٤- چاریکار / د مرغومي / ۱۴/ باختر
د پروان پولیسو نن په دغه ولایت کې له غیرو مسوولو کسانو څخه پوځي جامو راټولول پیل کړل.
د پروان د امنیې قوماندانۍ یوه مسوول د باختر اژانس خبریال ته وویل چې پولیسو دغه بهیر د جنایی جرمونو د ترسره کولو د مخنیوي اوله پوځي وسایلو او جامو څخه د ناوړه استفادې په مقصد پیل کړی دی .
هغه وویل چې اوس د پولیسو منسوبان د شیخ علي ولسوالۍ د غوربند په دره کې پوځي تجهیزاتو او جامو د راټولولو په عملیاتو کې بوخت دي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته