سیاست

جمهور رئیس غني د وړمې ورځې د لاریون د ټپیانو پوښتنې ته ورغی

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٢٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازیګر وزیراکبرخان روغتون ته د وړمې ورځې د لاریون د ټپیانو پوښتنې ته ورغی.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني زموږ د هغو پنځو تنو هېواوالو روغتیایي حالت چې وړمه ورځ د لاریون په جریان کې ټپیان شوي وو، له نږدې وکوت او د هغوی لپاره یې د خدای تعالی په دربار کې د سالمې روغتیا دعا وکړه.
جمهور رئیس د روغتون له مسوولینو او معالجو ډاکټرانو څخه وغوښتل، چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې خپلې هڅې و نه سپموي او په دې برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.
جمهور رئیس د ټپیانو د پوښتنې پرمهال وویل: سوله ییز لاریونونه چې د قانون په چوکاټ کې وي، د هېواد د هر وګړي مدني حق دی.
جمهور رئیس د روغتون د نورو ناروغانو د حال پوښتنه هم وکړه او د ټولو لپاره یې د خدای تعالی په دربار کې د سالمې روغتیا هیله وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته