سیاست

د افغا نستان د علما و دسرا سري شورى رئيس قضا وتپوه الحاج مو لوى قيام الدين کشاف د ١٣٩٠ شمسي کال ددلوي په ١٩ نيټه د چهار شنبې په ورځ په کا بل کې د ملګرو ملتو دسا زمان له نوى استا زي يان کو بيش سره په کتنه کې چې د علما وو شورى په مقر کې تر سره شوه ووي

د افغا نستان د علما و دسرا سري شورى رئيس قضا وتپوه الحاج مو لوى قيام الدين کشاف د ١٣٩٠  شمسي کال ددلوي په ١٩ نيټه د چهار شنبې په ورځ په کا بل کې د ملګرو ملتو دسا زمان له نوى استا زي يان کو بيش سره په کتنه کې چې د علما وو شورى په مقر کې تر سره شوه وويل:

 افغا نستان يو خپلوا ک اسلا مي هيواد او د افغا نستان ملت پر ازادۍ مين مسلمان ملت دى ، هيڅکله يې د کوم ښکيلاک غلا مي نه ده منلې او نه به يې و منې

 د افغا نستان د اساسي قا نون په دويمه ماده کې را غلي دي چې :

 په افغا نستان کې هيڅ قا نون نشي کو لى چې د اسلام دسپيڅلۍ دين د معتقدا تو او احکامو مخالف وي ، په همدي اساس هيڅ فرد ، کومه ډله او هيڅ يو هيواد دلته د غير اسلا مي افکارو خپرولو اجا زه نه لري

د افغا نستان د علماوو د سر تاسري شورى رئيس دسو لې مسئلي ته په اشاري سره وويل:

صلح د الله (جلا جلا له ) اود رسول ( صلى الله عليه وسلم ) امر او زموږ دځوريد لى ملت دفرد فرد غو ښتنه ده ، موږ دسو لې او امنيت د ټينګښت لپاره د  مذا کرا تو پيل کيدل چې مديريت يې د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت په لاس کې وي  تا ئيد وو، خو د افغا نستان ددولت له ګډون نه پرته د افغا نستان په هکله هرډول تصميم بي ګټې او بي پايلې دى .

محترم کشاف دښځو دحقوقو په اړه هم خبري و کړې او ويې ويل:

 ښځې دټولنې نيما ئې برخه تشکيلوي خپل اسلا مي حقوق بايد وا خلي خو په هغو حدودوکې د ننه بايد ژوند و کړي چې اسلام ور ته ټا کلي دي .

همدا رنګه د افغا نستان دعلماوو سرا سري شورى رئيس دهيواد خپلوا کي ته په اشاري سره زيا ته کړه :

په افغا نستان کې مو جود د ا مريکا تر مشرۍ لا ندې نا تو ځوا کو نه بايد زموږ د خپلوا کى ، ملي يو والى او ملي حاکميت پرخلاف هر حرکت څخه په کلکه ځان و ژغوري اود ملګرو ملتو اداره د خپلو نړيوالو مسئو ليتو نو له مخې بايد په افغا نستان کې دسولې او امنيت دټينګښت او په افغانستان کې د بيا رغو نې په چارو کې ترممکنه حده مرسته او همکاري و کړي .

 وروسته د ملګرو ملتو نوى ټا کل شوى استا زي يان کوبيش د دې کتنې نه د خو شي په څرګند ولو سره وويل چې ، ماد افغا نستان  دعلماوو د سرا سري شورى له رئيس او ور سره غړو هغه ابتکاري او رغنده پيغا مو نه وا وريدل چې زما لپاره به زما دکار په سا حه کې د پرمختګ دلار ښود حيثيت ولري .

 ښاغلى يان کوبيش زيا ته کړه : زه به د افغا نستان د علما وو له سر تاسري شورى سره بيا بيا مشوره کوم چې د افغا نستان د بيلا بيلو پرګنو ، سمتو نو او مذا هبو د ملي يو والى لپاره ورڅخه ښه درسو نه ترلاسه کړم . زه به ددې ترڅنګ د علما وو د مشورې سره سم له ټولو ګاونډيو اود سيمو  هيوادو نو سره هم تماس نيسم ترڅو چې په افغاستان کې دډ اډ من ا من او سولې د ټينګښت لپاره اغيز ناک ګامو نه واخيستلي شم ختم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته