اقتصاد

دحامدکرزي په مشرۍ داقتصادي عالي شورا نوبتي غونډه جوړه شوه

کابل _ باختر دکب دمياشتي اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ  داقتصادي  عالي شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې  مخکې دجمهوري رياست دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
  دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ   له اجنداسره سم داقتصاد وزير داقتصادي عالي شورا طرز العمل غونډې ته طرحه کړ او څرګنده يې کړه چې دغه  طرز العمل داقتصادي عالي شورا ددارالانشا  له غړو سره  په سلامشوره کې  په څلورو فصلونو او اتو مادو کې  چې عمومي حکمونه ، مبني ، اصطلاحات ، دشورا ترکېب ، دشورا دندې او صلاحيتونه ، دارالانشا او متفرقه حکمونه  پکې شامل دي ، تدوين شوي دي چې ددغه طرز العمل مادې په ترتيب سره دهغه له خوا غونډې ته ولوستل شو .
اقتصادي عالي شورا دهغه دمادو په باب له غور او مداقې وروسته دشورا په ترکېب کې دجمهوري رياست په مرستيالانو سربيره ، دکابينې پنځه تنه غړي ، دمرکزي بانک رييس  ، دهيواد دپوهنتونونو داقتصاد دپوهنځيو درې تنه استادان ، دسوداګرۍ او صنايعو دخونو دوه تنه استادان ، دصنعت کارانو داتحاديې  دوه تنه استازي ، دافغانستان داسلامي جمهوريت  دولسي جرګي او دمشرانو جرګي داقتصادي کميسيونونو درييسانو غړيتوب په اقتصادي عالي شورا کې تصويب او دغه طرز العمل يې  ديو لړ تصحيحاتو په واردولو سره تاييد کړ او داقتصاد وزير يې  موظف کړ چې دغه طرز العمل دغونډې له يادونې سره سم ددارالانشا له غړو سره تصحيح او بشپړ کړي . او داقتصادي عالي شورا راتلونکې غونډې ته دې  رپوټ وړاندې کړي .
وروسته دماليې وزير  دليږدونې په دوران کې  دپانګې اچونې دهڅونې دپاليسي  طرحه غونډې ته وړاندې کړه او څرګنده يې کړه چې دغه سند په ٢٠١٣او ٢٠١٤ کلونوکې په بيلابيلو سکتورونوکې دپانګې اچونې لپاره دپانګې اچونې دجلب اوجذب او دپانګې دتيښتي دمخنيوي ،  د کار دفرصت او داعتماد دفضا دبرابرولو ، دهيوادوالو دانديښنې  دکمښت او دعامه سوکالۍ  په مقصد دپانګې اچونې لپاره دمشخصو اسانتياودبرابرولو په مقصد جوړ شوي دي .
په دې طرحه کې  دصنعت ، ساختماني ، کرنې ، دصادراتو دپرمختيا او دکانونو دسکتورونو په ګډون  دپنځو مهمو برخو په باب  تمرکز شوي دي او دهغې  دلازياتې پرمختيا په لاره کې مشخص تشويقي اقدامات  پيشنهاد شوي دي .
  لکه څنګه چې  دصنعت په برخه کې دصنعتي فعاليت ، مالياتي معافيت ، دبريښنا انرژي  دبرابرولو ، په کريدت دلاسبري ، دساختمان د جواز په اخستلو کې له اصلاحاتو څخه  په ساختماني سکتور کې د توريدي صنعتي محصولاتو د کمرکي محصول دلوړولو او دځمکې له ويش څخه  دصادراتو دپرمختيا په برخه کې  دښاروالۍ دځمکې  دويش ،  دبريښنا انرژي دبرابرولو ، په پور دلاسبري ، دځمکې له ويش څخه  دکرنې په سکتور کې دکمرکې محصول  دکمښت او له بزګرانو سره  دملاتړ ، په پور دلاسبري او دکانونو په برخه کې  دکانونو دپروسس لپاره  دځمکې دويش او د نه داوطلبي په مقصد دځمکې له ويش  څخه  دصنعت په برخه کې يادونه شوې ده  چې په هره برخه کې يې دقوانينو او مقرراتو تعديل ته اړتيا پيشنهاد کړې ده .
اقتصادي عالي شورا دانتقال په دوره کې  دپانګې اچونې  دهڅونې دپاليسي طرحه  له هراړخيز غور او خبرو وروسته په اصولو کې تاييد کړه او دماليې وزير يې  موظف کړ چې دغه طرحه  دې  ددارالانشا دغړو په همکاري  دغونډې په يادونې سره سمه  تصحيح او بشپړه کړي  او موافقه شوي طرحه دې  دروان کال دکب دمياشتې  په ديارلسمه نيټه  ديکشنبې په ورځ  داقتصادي عالي شورا فوق العاده غونډې ته وړاندې کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته